نړیوالې سیالۍ

IQNA

بچوې
د کربلا د قرآني نړیوالو سیالیو دویم مقام ګټونکی؛
ایکنا- د کربلا د سترې جایزې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د پنځم پړاو د تحقیق قرائت څانګې دویم مقام ګټونکي امید حسینی‌نژاد ، د ایران د قرآني کاروان د بریا راز د هېواد د استازو لوړ پخوالی او پراخې تجروبې وبللې او وې ویل:ایراني قاریان تر دې چې نړیوالو ډګرونو ته وارد شي، د سیالیو بېلابېل پړاوونه تېروي، له همدې امله تل د هرې سیالۍ په ډګر کې د لوړو مقامونو د ترلاسه کولو له اصلي مدعیانو څخه وي.
د خبر لمبر: 3492939   خپرونې تاریخ : 2026/06/21

ایکنا- د ایران استازو د کربلا د قرآن د جایزې په نړیوالو  سیالیو کې په بېلابېلو برخو کې غوره مقامونه ترلاسه کړل.
د خبر لمبر: 3492894   خپرونې تاریخ : 2026/06/11

ایکنا- د اوقافو او خیریه چارو د سازمان د مشر  حجت‌الاسلام نوري‌زاده په حکم د ایران د قرآن کریم د ۴۲  او ۴۳  نړیوالې سیالیو د ترسره کونکې کمیټې  د مشر په توګه وټاکل شو.
د خبر لمبر: 3492862   خپرونې تاریخ : 2026/06/03

ایکنا - یوسف جعفرزاده او امید حسيني‌نژاد د تحقیق قرائت په څانګه کې، او محمد لائیني او امیرحسین عطازاده به د ټول قرآن د حفظ په څانګه کې د کربلا  د قرآن کریم د سیالیو په پنځم پړاو د «کربلا سترې جایزې» په نامې سره په سیالیو کې  کې ګډون وکړي. همداراز دوه زلمی قرآني ځوانان او د ایران یو شمېر قرآني استادان د قاضیانو او مېلمنو په توګه دغه پروګرام ته  بلل شوي دي.
د خبر لمبر: 3492823   خپرونې تاریخ : 2026/05/25

 ایکنا- د لبنان د طرابلس ښار د «ایمان» اسلامي ښوونځیو په تعلیمي مجتمع کې د قرآن کریم د کلنیو سیالیو دوه څلوېښتم پړاو ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492803   خپرونې تاریخ : 2026/05/21

ایکنا- د سعودي عربستان د پاچا په موافقېسره ، د لومړي ځل لپاره د ښځو څانګه د دغه هېواد  د قرآن کریم د حفظ، قرائت او تفسیر تر ټولو سترو سیالیو ته ورزیاته شوه.
د خبر لمبر: 3492761   خپرونې تاریخ : 2026/05/12

ایکنا- د مصر د اوقافو وزارت د قرآن د حفظ مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره د څلورمې ځانګړې سیالۍ د ګټونکو نوملړ په اعلانولو سره، له دغو مرکزونو او د هغوی د علمي او روزنیزو پروګرامونو د پراختیا بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3492752   خپرونې تاریخ : 2026/05/11

ایکنا-  د ایران د اسلامی جمهوریت تکړه قاری او قرآنی استاد محسن قاسمي  د عراق د العمید قرآنی نړیوالو سیالیو  په دریم پړاؤ کې  په نهائي مرحلې کې  د رعد مبارکې سورې په زړه پورې تلاؤت کړی دی.
د خبر لمبر: 3492683   خپرونې تاریخ : 2026/04/20

ایکنا - یوسف جعفرزاده او محمد لائینی به د ایران د  اسلامي جمهوریت د استازو په توګه د ترکیې د قرآن نړیوالو سیالیو لسم پړاو  فاینل سیالیو کې ګډون وکړي.
د خبر لمبر: 3492516   خپرونې تاریخ : 2026/02/26

ایکنا - د امام علی(ع) د حرم مطهر اړوند د ښځو دارالقرآن الکریم ځانګړی رمضاني پروګرام، چې پکې د قرآن کریم ورځنۍ  جزء‌خواني  ( یا  په ورځې کې د یوې سپارې تلاؤت)محفلونه هم په عراق دننه او هم له هېواده بهر ترسره کېږي، د بېلابېلو عمرونو د ګډونوالو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3492508   خپرونې تاریخ : 2026/02/25

ایکنا - د ۲۰۲۵/۲۰۲۶ کال د آسه‌آن د لوړو زده کړو  اورګانونو  د قرآن کریم د تلاوت او حفظ سیالیو (MTHQ IPT ASEAN) غوره ګډونوال معرفي شول.
د خبر لمبر: 3492476   خپرونې تاریخ : 2026/02/19

ایکنا – دمصر د قرآني وړتیاؤ موندونکی  ټيلویژني پروګرام  د « تلاوت محفل یا حکومت» وروستي پړاو ته نږدې شوی او د وروستۍ برخې د خپرېدو او د ګټونکو د اعلان نېټه ټاکل شوې ده.
د خبر لمبر: 3492457   خپرونې تاریخ : 2026/02/16

ایکنا - د عراق د « العمید جایزې » د قرآن کریم د سیالیو درېیم پړاؤ، چې د ایرانيو قاریانو د ځلېدو شاهد و، د قاضیانو په پلاوي کې،د مصري مخکښ قاري محمد بسیوني ګډون لا زیات اعتبار ورپه برخه کړ.
د خبر لمبر: 3492433   خپرونې تاریخ : 2026/02/10

ایکنا – ذ قطز د کتارا د فرهنګي کلي بنسټ اعلان وکړ چې ۱۰۰ ګډونوالو د قرآن کریم د تلاوت د  نړیوالو سیالیو ذ نهم پړاؤ  وروستي مرحلې ته لار موندلې ده.
د خبر لمبر: 3492431   خپرونې تاریخ : 2026/02/10

ایکنا- د مصر د قرآن کریم د حفظ او دیني  مداحئ نهم  پړاؤ  نړیوالې سیالۍ د تیرې جمعې په ورځې یعني د  سلواغې  دمیاشتې په ۱۰ ، د نړۍ د ۳۰ هېوادونو د استازو په ګډون پیل شوي دي.
د خبر لمبر: 3492396   خپرونې تاریخ : 2026/02/02

ایکنا - د  عراق د کوفې پوهنتون د حضرت امام حسین (ع) د مقدس آستان د دارالقرآن له مرکز سره په ملګرتیا، د پوهنتونونو د محصلینو نړیوالې قرآني سیالۍ ترسره کوي.
د خبر لمبر: 3492390   خپرونې تاریخ : 2026/02/01

ایکنا - د قرآن کریم د حفظ او تلاوت لومړنۍ عمومي سیالۍ پرون په البانیا کې پیل شوې.
د خبر لمبر: 3492365   خپرونې تاریخ : 2026/01/27

ایکنا - د قطر د «شیخ جاسم بن محمد بن ثاني» د قرآني سیالیو مسؤلینو اعلان وکړ چې د یتیمانو لپاره ځانګړې څانګه دغو سیالیو ته ورزیاته شوې ده.
د خبر لمبر: 3492331   خپرونې تاریخ : 2026/01/19

ایکنا – د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د زاهدان ولسوالۍ د قرآني ټولنې مشر وویل: د سیستان‌وبلوچستان ولایت ممتاز او خوش‌غږی قاري، رضا صفدري،د ستاینې وړ تحقیقي تلاوت په وړاندې کولو سره، د لومړي ځل لپاره د قطر د قرآن د قرائت نړیوالو سیالیو ته لار وموندله او د دې اسلامي هېواد پلازمېنې دوحې ته روان شو.
د خبر لمبر: 3492274   خپرونې تاریخ : 2026/01/06

ایکنا -  د ټول قرآن کریم حافظ مهدی برنده، ، او نړیوال قاري، اسحاق عبداللهي، د بنګله‌دېش د د قرآن د نړیواولو سیالیو د  څلورم پړاؤپه سیالیو کې د ګډون لپاره ډهاکا ته لاړل.
د خبر لمبر: 3492185   خپرونې تاریخ : 2025/12/20